Uncategorized

په بغلان کې د طالبانو بریدونه په شا وتمبول شول

۳۶- کابل / د لیندۍ ۳ مه / باختر
په بغلان کې تېره شپه د وسله والو طالبانو بریدونه په شا وتمبول شول او دوی ته د سر زیانونه هم اوښتي دي.
د بغلان امنیه قوماندان محمد ویس صمیمي باختر آژانس ته وویل چې د ډنډغوري په قلعه خواجه ساحه کې د ملي اردو پر پوستو د وسله والو طالبانو بريدونه په شا وتمبول شول.
په بریدونو کې درې وسله وال طالبان ووژل شول او څلور نور يې ټپیان شول.
هغه زیاته کړه چې څلور نور طالبان هغه وخت ووژل شول چې په بغلان – کندز لویه لاره کې د امنیتي ځواکونو پر اکمالاتي کتارونو برید وکړ چې د پوځيانو له غبرګون سره مخ شول.
صمیمي زیاته کړه چې په پېښه کې پنځه نور طالبان ټپیان شول او د دوی یو موټر د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغی.
د بغلان امنیه قوماندان وویل چې په یادو پېښو کې د امنیتي ځواکونو دوه منسوبین شهیدان او درې نور يې ټپیان شول.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته