امنیت

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۷۱ ترهګر ووژل شول

کابل/د مرغومې۹/باختر
د هېواد په بېلابېلو سیموکې په تېرو ۲۴ ساعتو کې ۷۱ ترهګر وژل شوي،۳۲ټپیان شوي او۳ نور نیول شوي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه ترهګر په کندز، تخار، فراه، بلخ، پکتیا، هلمند، هرات، کاپیسا، قندهار، خوست، بدخشان او لوګر ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ځمکنیو او هوايي برېدونوکې وژل شوي دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته