
کابل/د چنګاښ ٢٦مه /باختر
د طالبانود ډلې ٩ پاکستاني جګړه مارانو له څلورو نورو يرغلګرو سره په ننګرهار کې له پوځيانوسره په جګړه کې ووژل شول.
په دغوطالبانو تېره شپه په هسکې مينې ولسوالۍ کې بريد وشو .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږيانى باختراژانس ته وويل: دغه وسله وال طالبان د پوځيانو پرپوستو يرغل ته چمتوکېدل چې پرې بريد وشو.
هغه په دې جګړه کې د طالبانو د ډلې د ٩ پاکستاني جګړه مارانو په ګډون د ١٣ وسله والوطالبانو وژل کېدل تاييد کړ او ويې ويل چې په دې پېښه کې ١٥ نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي . -ج-ا