امنیت

د پکتيا امنيه قوماندان د سنا مجلس له خوا وستايل شو

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٤
د سنامجلس رييس د پکتيا ولايت د امنيه قوماندان پاسوال زلمي اورياخيل کړه وړه او کارونه وستايل.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس خبر ورکړ:
په هغې کتنه کې چې نن د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار د پکتيا ولايت له امنيه قوماندان سره وکړه، دپکتيا ولايت امنيه قوماندان په دغه ولايت کې د امنيتي حالت په باب معلومات ورکړل.
دغه راز د مشرانو جرګې رييس د امنيتي ځواکونو د دندو او مکلفيتونو په ازرښت باندې ټينګار وکړ څرګنده يې کړه: د تروريستانو پرخلاف او د هيواد د ځمکنۍ بشپړتيا د دفاع په لاره کې د امنيتي ارګانونو په ليکوکې زموږ د ځوانانو ميړانې او قرباني د ستاينې وړ دي.
د سنا مجلس رييس د پکتيا ولايت امنيه قوماندان ته د سنا مجلس د ستاين ليک په ورکولو سره د ده د لازياتو برياليتوبونو هيله وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته