سیاست

جمهور رئیس غني: تروریزم د بشریت دښمن دی او هیڅ وخت د افغانستان خلکو کې ځای نه لري

کابل_باختر د تلې د مياشتې ٢٢ مه
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د تاسف او تاثر په څرګندولو سره ، په داسې حال کې چې د افغانستان مسلمان خلک په جوماتونو او تکایاوکې د حضرت محمد (ص) د لمسي د شهادت تلین نمانځي او عزاداري کوي، د تروریستانو اړوند افراد یو ځل بیا په بلخ ولایت کې په عزادارانو په برید کولو سره خلک غمجن کړل.
د هېواد جمهور رئیس د پرونۍ پېښې د شهیدانو له کورنیو سره د غمشریکۍ په ترڅ کې دا جنایت او نه بښوونکی عمل غندي او د دې پېښې ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د سملاسي روغتیا هیله کوي.
د هېواد جمهور رئیس ټینګار کوي چې د افغانستان دښمنان په سپېڅلو ځایونو او عزادارانو په برید سره هیڅ وخت د مذهبونو د پیروانو وحدت نشي زیانمنولی.
هغه وویل، په ټولو جوماتونو او تکایاو کې عزادارانو د وړمې شپې تروریستي برید او ټولو تروریستي بریدونو پرضد خپله کرکه څرګنده کړه او په وحدت او همدلي یې ټینګار وکړ.
جمهور رئیس محمداشرف غني د افغانستان دښمنانو ته په خطاب کې وویل، باید پوه شئ چې زموږ نننی نسل به په پوره اګاهي او ځیرکتیا هیڅ وخت د خلکو په منځ کې د نفاق اچولو اجازه درنه کړي.
هغه وویل، تروریزم چې په هر نوم وي؛ د بشریت دښمن دی او هیڅ وخت به د افغانستان د خلکو په منځ کې ځای ونه لري .#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته