امنیت

دکندز لپاره طالبانو تش په نامه والي ونيول شو

کابل- باختر دتلې نهه ويشتمه
دکندز لپاره دوسله والو طالبانو تش په نامه والي دعملياتو په بهير کې ونيول شو.
ملاعبدالرحمن تيره شپه دچار دري ولسوالۍدغندي کلي په سيمه کې کله چې دترورستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وه ونيول شو.
د٣٠٣ پامير زون دپوليسو قوماندان جنرال بابه جان باختر آژانس ته وويل دکندز لپاره دطالبانو تش په نامه والي له خپلو دووتنو ساتونکو سره دعملياتو په بهير کې نيول شوى دى.
ده دکندز په وروستيو ناامنيو له دې جملې څخه بم ايښودونو په دولتي تاسيساتو او ځواکونو په وسله والو بريدونو او ځان مرګو بريدونو کې ملاعبدالرحمن ښکيل بولي او وايي چې دده په نيولو سره به په دغه ولايت او شاوخوا ولايتونو کې امنيت تامين شي ويل کيږي چې ملاعبدالرحمن په پاکستان کې دطالبانو له مشرانو سره اړيکه لرلي او زياته لارښوونه يي دپاکستان داستخباراتو له سازمان څخه ترلاسه کوله.
دغه عمليات چې دطالبانو دغه قوماندان پکې ونيول شو پرون سهار د چهار دري ولسوالۍ کې پيل شوي دي جنرال بابه جان وويل چې دغه عمليات به دناټو دجنګي الوتکو په ملاتړ دطالبانو له شتون څخه ددغې ولسوالۍ ترپاکيدو پورې دوام وکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته