
کابل، د لیندی ۸ مه، باختر
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په ګڼ شمېر ولسوالیو کې پر زرګونو جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار واړول شول.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاري نور محمد حنیف باختر آژانس ته وویل، چې د دغه ولایت په ۱۵ ولسوالیو کې د امیرالمٶمنین حفظه الله د فرمان په اساس د ځایي مجاهدینو له لوري په زرګونه جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار واړول شول.
اخوا د یاد ولایت د لعل پورې ولسوال قاري سردار ابوبکر وايي چې د یادې ولسوالۍ په ټولو سیمو کې د کوکنارو پر ضد کمپاین پیل شوی او هیچاته به اجازه نه ورکړي، چې په خپلو کرنیزو ځمکو کې کوکنار وکري.
جهانیار