امنیت

شپږ ويشتو تنو وسله والوطالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٠ :
اته تنه وسله وال طالبان تيره شپه په کندز ولايت کې له افغان امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د دويمې لوا ويندوى د باختر آژانس خبريال ته وويل :
دغه وسله واله جګړه د کندز ولايت د دشت ارچي په ولسوالۍ کې ونښته چې له امله يې ٨ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ١٨ تنه نور يې ټپيان شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل: د دغې نښتې په بهيرکې دوه تنه پوليسان هم  ټپيان شوي دي چې د يو تن ټپي روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته