سیاست

د ښځو د پيوستون نړيواله ورځ د مشرانو په جرګه کې ونمانځل شوه

کابل باختر دکب دمياشتې ٢٠:
د مارچ اتمه، د ښځو د پيوستون نړيواله ورځ نن د مشرانو جرګې له خوا ونمانځل شوه.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په هغې غونډه  کې چې په همدې مناسبت د مشرانو جرګې  د ښځو د چارو او د مدني ټولنې د کميسيون له خوا او د (البا) موسسې په همکارۍ د ملي شورا په الحاقيه کې جوړه شوې وه؛ لومړى د ښځو د چارو او د مدني ټولنې د کميسيون رييسې ميرمن صديقې بلخي د ښځو د پيوستون د نړيوالې ورځې له امله د نړۍ ټولو ښځو او په تېره بيا د افغانستان ځوريدلو ښځو ته مبارکي وويله او زياته يې  کړه چې د قرآن عظيم الشان په زياترو آيتونوکې د ښځو او نارينه و د حقوقو د برابرى په باب په صراحت سره يادونه شوې ده او هيله لرو چې د ښځو لا زياتې ځواکمنۍ ته لازمه پاملرنه وشي.
په دې غونډه کې د مشرانو جرګې لومړي نايب محمدعلم ايزديار هم  د ښځو د پيوستون د نړيوالې ورځې له امله دافغانستان اتلو ښځو ته مبارکي وويله  او زياته يې کړه چې د طالبانو د رژيم له راپرځيدو وروسته دافغانستان ښځو خپل مقام چې د اسلام د مبين دين زيږنده دى؛ ترلاسه کړ او هيله لرو چې د ملي وحدت د حکومت مشران د ښځو د حالت د ښه والي په وړاندې له خپلو ژمنو سره عمل وکړي او د دولت په کابينه او په نورو بنسټونوکې د هغوى ونډه زياته کړي.
دغه رازپه دې غونډه کې د سنا مجلس د منشي نايبې ميرمن نجيبې حسيني، سناتورانو انارکلي هنريار او ګلالۍاکبري او د البا موسسې رييس پيترديمتروف   او د مشرانو جرګې د دارالانشا لوى رييس سيدحفيظ الله هاشمي او سناتور مولوي غلام محى الدين منصف د ښځو د رول او مقام په باب خبرې وکړې او ښځې يې  د انساني ټولنې د ګډ وجود يوه برخه وبلله او د هېواد د ترقۍ او پرمختګ په لاره کې يې د هغوى په ګډو هلوځلو باندې ټينګار وکړ او دغه راز سناتورانو ميربهادرشاه واصفي او ميرمن نبيې مصطفى زاده او د مشرانو جرګې د دارالانشا کارکوونکې ميرمن پروين سادات هم د ښځو د پيوستون د نړيوالې ورځې په مناسبت خپل شعرونه ولوستل چې د هرکلي وړ وګرځيدل.
د يوبل خبرله مخې: 
د منځنيو تدارکاتو د بهير ترعنوان لاندې د مشرانو جرګې د دارالانشا د کارکوونکو د ظرفيت د لوړولو د ورکشاپ تصديق ليکونه نن د مشرانو جرګې  د منشي د نائيبې نجيبې حسيني او د مشرانو جرګې د دارالانشا د لوى رييس سيدحفيظ الله  هاشمي له  خوا د ورکشاپ په برخه والو وويشل شول.
د سنامجلس د منشي نايبې د دغه شان ورکشاپونو د جوړولو د اړتيا او د ادارې  په ښه والي کې د هغو د اغيزو په باب خبرې وکړې او د برخه والو د زياتو برياليتوبونو هيله يې وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته