کابل / دچنګاښ٢٣مه/ باختر:
د ننګرهار د بهسودو د کرکټ اکاډمى خپل فعاليت چې د کرونا ويروس د خپرېدو په دليل بند شوى و، له سره پيل کړ .
د دغې اکاډمى د کرکټ لوبغاړو پرون د لومړى ځل لپاره له پنځو مياشتو وروسته خو دننداره کوونکو له شتون پرته خپل تمرينونه پيل کړل .
د ننګرهار د بهسودو د کرکټ اکاډمى يو مسوول باختراژانس ته وويل، زموږ لوبغاړي څو مياشتې تمرين نه دي کړي ، او اوس د چمتووالي په خاطر زيات وخت او تمرينونو ته اړتيا لري .
دغه اکاډمى د لوبغاړي په توګه د ځوانانو او د تنکيو ځوانانو ، فني کدراو د کرکټ د داورانو په روزنه بوخت دى . ختم_ ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ