کابل_باختر د وري د مياشتې١٦مه
مالیې وزیر اکلیل حکیمي پرون د خپل کار په دفتر کې د افغانستان بانک له لوی رئیس خلیل صدیق سره وکتل.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ
په دې کتنه کې د پیسو له نړیوال صندوق سره د افغان حکومت د ژمنو او شاخصونو د پلي کیدو او څیړنې په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې ترڅو مالیه وزارت او د افغانستان بانک په پوره چمتووالي سره په نږدې راتلونکې کې د افغان حکومت په استازیتوب د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک په ناستو کې چې د امریکا په واشنګټن ډي سي کې به جوړې شي ګډون وکړي.
د یادونې وړ ده چې افغان حکومت او د پیسو نړیوال صندوق په ګډه د اقتصادي اصلاحاتو، له فساد سره پر مبارزې، د پانګونې له پاره د یو مناسب چاپیریال په رامنځ ته کېدو، خصوصي سکتور د ودې او د هیواد د مالي او اقتصادي ثبات ساتلو په برخه کې کار کوي.
1 1 دقیقه لوستل