واشنګټن نړيوالي خبري منابع باختر د زمري ٣١
يو وسله وال سړي پرون د جورجيا ايالت په يو ښوونځي بريد وکړ خو په دغه بريد کې چا ته زيان نه دى رسيدلى او بريدکوونکي ځان پوليسوته سپارلى دى.
د جورجيا ايالت پوليس وا يي چې له دغه سړي څخه يو ټوپک اوپنځوس ګولۍ ترلاسه شوي دي .
شل کلن مايکل براندن هيل په غير قانوني ډول پرون يو ښوونځي ته ننوت دوه تنه يې يرغمل ونيول او د پو ليسو په لوريې ډزې و کړې .
د سه شنبي د ورځې په پيښه کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو په ا مريکا کې ورته پرله پسې پيښې زيا تې ا نديښنې را منځته کړي دي .
دتيرې ليندي په مياشت کې ٢٦ تنه له دې جملې څخه شل تنه ماشومان دکنتيکت ايالت په يو لومړني ښوونځي کې د ډزو له ا مله ووژل شول.
1 1 دقیقه لوستل