امنیت

دوه تنه له پاکستان څخه خوست ته د چاوديدونکي توکي او جنګي وسايلو د ليږدولو په وخت وينول شول

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٣
دوه تنه يرغلګر طالبان کله يې چې غوښتل چاوديدونکي توکي او جنګي وسايل له پاکستان څخه د خوست ښارته وليږدوي؛ دملي امنيت د منسوبينو له خوا ونيول شول.
دغه يرغلګر چې پرون دخوست ښارته له څيرمې سيمې سيمو څخه نيول شوي دي؛ وايي چې دپاکستان په ميرانشاه کې دطالبانو دقوماندانانو له خوا ګومارل شوي و چې په دغه ښارکې په يوشمېر هدفونو بريدونه وکړي.
دخوست ولايت دملي امنيت يو خبرځاى له باختر آژانس سره په اړيکه کې تاييد کړه چې دغه يرغلګر هغه وخت ونيول شول چې جنګي وسايل او چاوديدونکي توکي يې له ميرانشاه څخه د خوست ښارته ليږدول .
سيد برکت الله او نصرت الله په ابتدايي تحقيقاتوکې اعتراف کړى دى چې په ميرانشاه کې د طالبانو د قوماندانانو له خوا په خوست ښارکې په ځينو هدفونو بريدونو ته ګومارل شوي و.
له دغو يرغلګرو طالبانوڅخه توغندي ويشتونکي، کلاشينکوفونه، پيکا ، تومانچې ، لاسي بمونه ، مقناطيسي او نورماينونه ترلاسه شوي دي .
د خوست دملي امنيت مسوولين وايي چې دغو يرغګرو طالبانو اعتراف کړى دى چې تراوسه پورې د هلمند، غزنى ، ميدان وردګو او د خوست د ولايتونو په ځينو سيموکې يې په لسګونو تروريستي بريدونو ته سازمان ورکړى دى .
دغو يرغګرو دغه راز ويلي دي چې پنځه کاله مخکې د عزيزالله په نامه د طالبانو د يو قوماندان له خوا دغې ډلې ته جذب او د تروريستي زده کړو لپاره دپاکستان ميرانشاه ته واستول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته