امنیت

د ملي پوليسو ځواکونو پنځه تنه تروريست طالبان ووژل

کابل باختر دوږي دمياشتې  ٢٤ :
پنځه تنه ډار اچوونکي د قندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي پوليسو له ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
يوه پنځه کسيزه ډله تروريستان کله يې چې غوښتل دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ د بند تيمور په سيمه کې د پوليسو په يوې پوستې بريد وکړي؛ دپوليسو له ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول او له هغوى څخه يو داټسون موټر ، يو زيکو يو  او پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې :  
يو بوشکي ماين چې ډار اچوونکو  د تروريستي بريدونو په  مقصد په دې وروستيو وختوکې د قندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ په سړک کې ځاى پرځاى کړى و؛ د پوليسو د ځواکونوله خوا کشف او شنډ کړى شو او د تروريستي پيښې مخه ونيول شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته