سیاست

د “سام” ناستې جوړېدو د چمتووالي په خاطر غونډه جوړه شوه

کابل باختردتلې دمياشتې څلورمه  نيټه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ(سام)  د لوړپوړو مقاماتو د ناستې جوړېدو د چمتوالي په اړه غونډه جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه چې په ارګ کې جوړه شوه، لومړی د مالیې وزیر د مرسته کوونکو هېوادونو له استازو سره د افغانستان حکومت د بحثونو او دغه راز د لوړپوړو مقاماتو د ناستې د جوړېدو په خاطر د چمتووالي په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.
بین‌ المللي شریکانو د مالیې وزیر او د مالیې وزارت اړوند ټیم څخه له بین المللي همکارانو سره د مشورتي غونډو او د (سام) ناستې د جوړېدو په خاطر د لازیاتې همغږۍ  د ایجاد د هڅو له امله مننه وکړه.
جمهوررئیس غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، مالیې وزرات او بین المللي شریکان د دې ناستې د چمتوالي له امله وستایل  او هغه یې د افغانستان اړوند په بېلابېلو مسایلو کې د افغانستان حکومت او بین المللي شریکانو ترمنځ د بحثونو لپاره ښه فرصت وباله.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته