ټولنه

په خوست کې د کوچیانو ادارې لپاره ودانۍ جوړه شوه

متون باختر د مرغومې 9 مه د څه د پاسه ۱۵ مېلیونو افغانیو په لګښت د خوست ولایت د کوچیانو ریاست لپاره په یوه جریبه ځمکه کې اداري ودانۍ جوړه او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه. د خوست د والي مرستیال عبدالواحد پټان د باختر آژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې دغه ودانۍ په یو پوړ کې جوړه شوې چې ۱۲ اداري خونې، یو سالون، خوړنځای او نور ضروري ملحقات لري. په ورته وخت کې د کوچیانو د ریاست یو تن کارکوونکی ایمل پاڅون وايي: د یادې ودانۍ په ګټې اخیستنې سره به زموږ او د مراجعینو ستونزې تر ډیره بریده حل شي او موږ به وکولی شوو چې په منظم ډول خپلې چارې ترسره کړو. پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته