
کابل / د چنګاښ ۲۱مه / باختر
د ننګرهار امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې یو سړی له څلورو تومانچو سره ونیو.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاني باختر آژانس ته وویل چې د دغه ولایت امنیتي ځواکونو یو سړي د جلال آباد ښار په مربوطاتو کې د جنګي وسایلو د قاچاقو په اړوند ونیو.
خوږیاڼي زیاته کړه چې له نیول شوی سړي څخه څلور تومانچې ترلاسه شوې دي.
پای/ع