کابل باختر –د وږې دمياشتې دويمه:
نهه تنه وسله وال طالبان د پکتيا ولايت دامنيې قوماندانۍ د پوليسو دعملياتو په بهير کې ووژل شول .
دغه عمليات له دوو ورځو را په دې خوا د احمدآباد ولسوالۍ په نا امنو سيموکې پيل شوي دي .
دپکتيا ولايت امنيه قوماندان سمونوال زلمي اورياخيل باختر آژانس ته وويل : ددغې قوماندانۍ منسوبينو په تيرو دوو ورځو کې د ګرديز ښار په مرکزي سيمو او احمد آباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې دعملياتو په بهير نهه تنه وسله والو طالبان وژلي دي .
اوريا خيل زياته کړه ، د دغو عملياتو په بهيرکې د دښمن يوه اندازه سپکې او درندې وسلې له عملياتو کې د شاملو ځواکونونو لاسته ورغلي دي .
2 د یوې دقیقې څخه لږ