خبرونهټولنه

په ننګرهار کې څه باندې ۶ زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

کابل، د مرغومې ۱۳ مه، باختر

د ننګرهار د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې ۶ زره ۵۷۸ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

د ننګرهار د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رئیس مولوي قسمت الله مبارز د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د سویډن موسسې په مالي ملاتړ د ۲۴ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۶ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې، چې په دې سره  ۶ زره ۵۷۸ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا