امنیت

په جوزجان کې خونړۍ چاودنه

کابل  باختر د سلواغې د مياشتې ١٤ :
په جوزجان ولايت کې  ديوه بم د چاودنې له امله يو ملکي وګړى شهيد او دوه  تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه نن له غرمې وروسته  دخماب ولسوالۍ  دبازار په يوه پلورنځي کې  رامنځته شوې ده.
د جوزجان ولايت يوه امنيتي  مقام باخترآژانس ته وويل ؛  په دې چاودنه کې يو ملکي وګړى شهيد او دوه تنه نور ټپيان شول.
ده وويل ؛ بم  دخماب ولسوالۍ دبازار  په يوه پلورنځي کې ځاى پرځاى شوى و.
دپوليسودغه مقام وسله وال طالبان ددغه بم ايښودنې عاملين وبلل او ويې ويل  چې ددغې پيښې دعاملينو دپيژندلو اونيولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي.
په همدې حال کې د جوزجان ولايت ديوه روغتون ډاکترانو  ددغې پيښې  ديو تن ټپي روغتيا حالت خراب بللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته