خبرونهاقتصاد

په ننګرهار کې څه د پاسه ۱۱ ميلیونه افغانیو په ارزښت دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، زمري ۲۴مه، باختر

د ننګرهار د کلیو، بيا رغونې او پراختیا ریاست په هڅو د دې ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې یو استنادي دیوال او د یوه کاریز د پاکولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یادې ولسوالۍ په هیبت خېلو کلي کې د WPF موسسې په مالي او د RRDPO موسسې په تخنیکي همکارۍ ۱۱،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵۹۰ مترو په اوږدوالي یو استنادي دیوال او ۱،۶ کېلو متره په اوږدوالي د یوه کارېز د پاکولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د ننګرهار د کلیو  بیا رغونې او پراختیا رئیس مولوي قسمت الله مبارز د یادو پروژو د پرانيستې پر مهال د اړونده موسسو له مسوولینو څخه مننه وکړه او ويې ویل چې د دې استنادي دیوال په جوړېدو سره زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه د سېلابونو له خطر او تخریب څخه وژغورل شوه، او د پاک کاري شوي کاریز پر مټ به هم سلګونه جریبه ځمکه خړوبه شي.

ع.ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا