امنیت

د سړک جوړولو د يو شرکت درې تنه انجنيران آزاد شول

کابل- باختر د ثور دمياشتې ١٧
دملي اردو ځواکونو د سړک جوړولو درې تنه انجنيران چې دکابل- غزني په لويه لاره کې د وسله والو مخالفينو له خوا تښتول شوي وو،آزاد کړل.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن په هغې خبرپاڼه کې چې باختر آژانس ته يې ليږلې ده؛ ويلي دي: د ملي اردو د عسکرو يوه قطعه د شيرزاد د سړک جوړولو د شرکت د دريو تنو انجنيرانو د آزادولو په مقصد دغه عمليات ترسره کړل چې له امله يې دغه درې تنه انجنيران آزاد شول.
دغه انجنيران څه موده مخکې دکابل- غزني د لويې لارې په اوږدوکې د وسله والو مخالفينو له خوا تښتول شوي وو چې وروسته د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ په مربوطاتوکې د وسله والو مخالفينو له منګولوڅخه وژغورل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته