
کابل، د زمري١٣ مه، باختر
په ننګرهار ولايت کې څو کليوالي سړکونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
دغه سړکونه ١٧ کيلومتره اوږدوالي او ٧ متره سور لري او څو لرې پراته کلي د لعل پورې ولسوالۍ له بازار او له عمومي واټ سره نښلوي.
د ننګرهار ټولګټو رياست د دغو کليوالي سړکونو په جوړولو ٤ ميليونه افغانۍ لګلولې دي.
د ننګرهار د والي مرستيال مولوي امين الله باختراژانس ته وويل، دوى هلې ځلې کوي چې د پرمختيايي پروژو په تطبيق سره خلکو ته اسانتياوې برابرې کړي.
هغه وويل له دغو سړکونو څخه به په زرګونه کورنۍ ګټه واخلي.
\ ذ