نړۍ

په عراق کې په مرګاني بريدونو کې څلور ديرش تنه ووژل شول.

بغداد – نيوز – باختر دليندۍ دمياشتې ٥
په عراق کې پرون مازيګر په يو لړ مرګانيو بريدونو کې څه ناڅه ٣٤ ووژل شول او ٣٧ تنه نور ټپيان شول.
زياتره دغه بريدونه  په  بغداد کې وشول چې د صدر ښارګوتې په يو رستورانت  او په يو هوټل کې د دوو چاودنو ډګر وو چې له امله يې اوولس تنه ووژل شول  او ٣٧ تنه نور ټپيان شول.
مخکې له دې د بغداد ښارته څيرمه په يو موټر کې د بمي بريد له امله ٤ تنه پوليسان ووژل شول.
يوبل بم  د بغداد په حسنيه په څلور لارې کې د القاعده شبکې دمخالفو حکومتي مليشو په موټر بريد وکړ چې  په  دې پيښه کې دوه تنه مليشې ووژلې شوې .
په همدې حال کې دعراق دعدليې  وزارت يوه کارکوونکي دبغداد په لويديځ کې ډزې وشوې او ووژل شول.
دبغداد په شمال کې د ډزو او چاودنو په  څو نورو پيښو کې نهه تنه ووژل شول.
په همدې ورځ دعراق دپارلمان يو پخوانۍ غړى هم دبغداد په جنوب کې په خپل کور کې په ډزو سره ووژل  شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته