خبرونهفرهنګ

د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د داخلي پلټنې رييس معرفي شو

١٨- کابل / دليندى ١٢مه /باختر
سيد علي اکبر هاشمي چې د ازادې سيالۍ له لارې د جمهوري رياست د عالي مقام د حکم له مخې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د داخلي پلټنې د رييس په توګه مقرر شوى دى، نن د دغه وزارت د مالي ، اداري اود ګرځندوى د معينې سيدې مژګان مصطفوي له خوا د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت کارکوونکو ته معرفي شو او په کار يې پيل وکړ.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت په تالار کې جوړه شوې وه، لومړى د افغانستان د اسلامي جمهوريت د عالي مقام حکم د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د بشري منابعو د رييس له خوا ولوستل شو او وروسته د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت مالي ، اداري او د ګرځندوى معينې سيدې مژګان مصطفوي د داخلي پلټنې رييس ته د مبارکى ترڅنګ هغه يوتجربه لرونکى، پوه او ځواکمن ځوان وباله او هغه ته يې د دغه وزارت د ملاتړ اوهمکارى ډاډ ورکړ او د هغه د لازياتو برياليتوبونو هيله يې وکړه.
سيد علي اکبر هاشمي د جزا او جرم پېژندنې په برخه کې ماستري لري او دغه راز په دولتي ادارو له دې جملې څخه د جمهوري رياست د داخلي پلټنې په رياست ، د جمهوري رياست د حقوقي تقنين د رياست د مرستيال او د ترانسپورت وزارت د داخلي پلټنې د رييس په توګه دنده ترسره کړې ده او ښه کاري تجربه لري .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته