سیاست

په جوز جان کې د ملګرو ملتو نمايند ګى جوړه شوه

شبرغان باختر د وري ١٤

د ملګرو ملتو ددفتر نمايند ګى پرون د جوز جان ولايت په مر کز شبرغان ښار کې پرا نيستل شو ه

دغه نمايند ګې په افغا نستان کې د ملګرو ملتو دسا زمان دسر منشي ځانګړى استا زي يان کو بيش له خوا  د ملګرو ملتو دسا زمان د بيرغ په رپولو سره پرا نيستل شوه

د باختر ا ژانس دسيمه ييز خبريال د خبر له مخې په هغى غونډه کې چې له همدى امله جوړه شوه د ملګرو ملتو دسا زمان ځانګړى استازي يان کو بيش وويل: په دغه ولايت کې د ښه امنيت د تا مينولو له ا مله د ملګرو ملتو سا زمان کولاى شي په ښه ډول خپل پرو ګرا مو نه تطبيق کړې

 ده زيا ته کړه : ددغې نمايند ګې په پرا نيستلو سره په جوز جان کې د ملګرو ملتو په فعاليتو نو کې نوى پاڼه پرا نيستل کيږي

دغه را ز يان کو بيش د جوز جان له چاروا کو سره هم و کتل  او ددغه ولايت په اقتصادي ، سياسي ، ټولنيز او پوځې حالت په اړوند خبري وشوې

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته