فرهنګ

تبصره: موزيمونه د ملتونو د هويت، فرهنګ اوتاريخ څرګندوى دي

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢ :
موزيمونه د ملتونو د هويت، فرهنګ او تاريخ څرګندوى دي چې بايد ارزښت ورته ورکړو او د هغو د بډاينې او ساتنې لپاره هڅه او هاند وکړو.
د باختر آژانس مفسر ليکي :
په هېوادکې د موزيم نړيواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کيږي چې دغه  لرغونى هېواد، هغو ارزښتناکو آثارو ته چې د دې هېواد د تېر تمدن  او وياړنو څرګندوى دي، په ځان کې ځاى ورکړى دى، خو په هېوادکې د پيښو تګلوري زياتره دغه آثار له موږ څخه اخيستي او يا هم له خطر  او له منځه تللو سره مخامخ کړي دي.
افغانستان هغه هېواد چې د لرغوني آريانا او خراسان په شتون کې د زياتو تمدنونو، فرهنګونو او د تاريخي پيښو ډګر دى. له تيرو وختونوڅخه زيات آثار  او يادګارونه له ځان سره لري چې ساتنه يې موږ او راتلوونکو نسلونو ته يوه هېوادونۍ او ديني وجيبه او اخلاقي مکلفيت دى او په همدې موخه د موزيمونو ملاتړ او د هغو ساتنه او پراختيا يو ضروري کار دى .
موزيمونه د ملتونو د هويت، فرهنګ او تمدن څرګندوى دي. هغه د کيسو، داستانونو، تمدنونو او پرمختګونو څرګندوى دي چې د تيرې زمانې خلکو په  هغو لاسرسۍ پيدا کړى دى او يا هغه يې ننداره کړي دي .
د افغانستان ملي موزيم په تېرو وختونوکې د سيمې په کچه يو ډير بډاى موزيم و، خو د پيښو تګلوري  او هغو سختو او تورتمو ورځو چې د اوويايمې لسيزې   په لومړيوکلونوکې کابل ورسره مخامخ و، ملي موزيم او په کابل کې نورو تاريخي اماکنو ته زيان ورساوه.
دغه راز تپل شويو او تنظمي جګړو او بهرنيو لاسوهنو زموږ لرغونو ساحو او تاريخي آثارو ته نه جبيره کيدونکي زيانونه واړول چې له دې جملې څخه د طالبانوله خوا د باميانو د بتانو ويجاړول يو داسې درد دى چې د افغانستان فرهنګي ټولنه هيڅکله هغه نه هيروي.
په هغو ورځوکې چې کابل د اور په لمبوکې سوځيده او اوسيدونکي يې مهاجر وو، د ناپاکو او حق نه پيژندونکو لاسونو د کابل موزيم د آثارو په لوټولو لاس پورې کړ او د دغه موزيم ارزښتناکو آثاروخپله لاره د پاکستان تورو بازارونو او له هغه ځاى څخه اروپا، آسيا او امريکا ته پرانستله. خو په افغانستان کې د لنډمهالې ادارې او د نوي نظام په جوړيدو سره د ملي موزيم د لوټ کړاى شويو آثارو د بېرته ستنولو په موخه يو لړ اقدامات ترلاس لاندې ونيول شول او د افغانستان دولت د دوستو هېوادونو او د يونسکو په ګډون د نړيوالو موسسو په همکارۍ وکولاى شول ځينې دغه آثار بېرته هېواد ته را وګرځوي او د غو آثارو بيا خپل کور (ملي موزيم) ته لاره پيدا کړه او په دغه ځاى کې ځاى پرځاى شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونو آثارو او ساحو د ملاتړي په توګه، د دغو آثارو ساتنه خپل جدي لومړيتوب بولي او د دې کار د تحقق لپاره هڅه او هاند کوي او سره له دې چې د کابل موزيم او د هېواد د نورو موزيمونو د آثارو د بډاينې لپاره يو لړ اغيزمن کارونه شوي دي، خو دا کار کافي نه بولي، بلکي په زيات خوځښت ټينګار کوي.
د يادونې وړ ده چې لرغوني آثار او ساحې د تېرو وياړنو يوه برخه او د دې هېواد د تمدن څرګندوى دي چې زموږ په ټولو هېوادوالو پورې اړه لري. په داسې حال کې چې  جګړو او سياسي ناخوالو  زياتره لرغوني آثار او ساحې د له منځه تللو له خطر سره مخامخې کړې دي چې د دغې ستونزې حل کول او څيړنه د خلکو او د دولتي بنسټونو په همکارۍ پورې اړه لري .
دغه لرغوني آثار او ساحې بايد د ملي ارزښتونو په توګه وساتلې شي او د هغو ساتنه د خلکو له همکارۍ او د دولت له زيات ملاتړ پرته ناشونى کار دى.
لازمه ده چې په هېوادکې هر وګړى او هر بنسټ د لرغونو آثارو او ساحو د ساتنې په برخه کې په خپلو  وجيبو او مکلفيتونو پوه شي او ترسره يې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته