خبرونهامنیت

په ننګرهار کې یوه اندازه مهمات کشف او ترلاسه شول

کابل، د تلې ۳ مه، باختر

د ننګرهار د استخباراتو ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې په یو لړ کشفي عملیاتو کې یوه اندازه مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د ننګرهار ولایت د استخباراتو ریاست منسوبینو د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د کشفي عملیاتو پر مهال ګڼ شمېر وسلې او نظامي توکي کشف او ترلاسه کړي، چې په ناقانونه توګه ساتل کېدل.

د یو بل خبر له مخې، د زابل ولایت د استخباراتو له لوري د دې ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې هم د یو لړ کشفي راپورونو پر اساس کڼ شمېر وسلې او نظامي توکي، چې په ناقانونه توګه ساتل کېدل کشف او ترلاسه شوي دي.

د یادولو وړه ده، چې له دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د کشفي عملیاتو پر مهال کڼ شمېر وسلې او مهمات نیول شوي وو.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا