خبرونهامنیت

په ننګرهار کې یو شمېر مهمات ونیول شول

کابل، د زمري۲۰ مه، باختر
د ننګرهار استخباراتو چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې مهمات ترلاسه کړي دي.
ننګرهار استخباراتو رئیس ډاکتر بشیر باختر آژانس ته وویل چې ځواکونو یې په یو لړ خاصو عملیاتو کې په یو شمېر ولسوالیو کې ۱۸ میله اسلحې او ګڼ شمېر مهات ترلاسه کړي دي.
هغه زیاته کړه په نیول شویو اسلحو کې ۱۲ کلاشینکوفونه ۵ روسي پیکا ۱ امریکایي پیکا او ځینې نور نظامي تجهیزات او ګن شمېر نظامي مهمات ترلاسه کړي، چې په غیر قانوني توګه ساتل کېدل.
صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا