سیاست

جمهور رئیس غني د قزاقستان له جمهور رئیس سره وکتل

کابل باختر دچنکاښ څلورمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د شانګهای ناستې په څنډه کې تيرماښام د قزاقستان له جمهور رئیس نور سلطان نظر بایوف سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په دغه کتنه کې چې د ازبکستان د جمهوري ریاست په کوک سرای ماڼۍ کې ترسره شوه، د دواړو هېوادونو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او له ترهګري سره د ګډې مبارزې په هکله بحث او خبرې وکړې.
دواړو لوریو د سوداګریزو اړیکو او امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د قزاقستان جمهور رئیس د افغانستان د هلیکوپترو د ترمیم په برخه کې د خپل هېواد تیاری وښود.
همدارنګه له قزاقستان څخه افغانستان ته د غلو دانو د صادراتو لپاره د دوه اړخیز کمیسیون د جوړولو په هکله موافقه وشوه.
جمهور رئیس غني د ورېښمو لار چې قزاقستان هم په کې شامل دی د افغانستان او قزاقستان او د سیمو د ټولو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او راکړې ورکړې د پراختیا په برخه کې مهمه وبلله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته