تهران باختر د لړم دمياشتې ٢٢ نيټه :
د ريکټر په مقياس د ٣ر٧ درجو په سختوالي يوې سختې زلزلې د عراق شمال ختيځ او د ايران د لويديځ پراخې سيمې و لړځولې چې له امله يې په سلګونو تنه ووژل شول .
د کرمانشاه ولايت د زلزلې سنجونې د مرکز مقامات وايي چې د زلزلې له پيل څخه تر اوسه پورې څه د پاسه سل نور ټکانونه ثبت شوي دي.
په کرمانشاه ولايت کې درې ورځې عمومي ماتم اعلام شوى دى .
د کرمانشاه ولايت ښوونځيوته د سه شنبې تر ورځې پورې رخصتي اعلام شوې ده .
له دې سره جوخت خبر ورکړ شوى دى چې د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان محمدعلي جعفري کرمانشاه ته تللى دى.
د زلزلې له امله د وژل شويوکسانو شمېر په تدريج سره د زياتيدو په حال کې دى .
د ايران د خبر شبکې د نويو خبرونو له مخې: تر اوسه پورې ٣٢٨ تنه وژل شوي او ٢٥٣٠ تنه نور ټپيان شوي دي .
له بلې خوا د عراق مقامات وايي چې څه ناڅه شپږ تنه هلته وژل شوي او څه ناڅه ٥٠ تنه نور ټپيان شوي دي .
پاى سعيده ذ
0 1 دقیقه لوستل