
کابل، د مرغومې ۱۱مه، باختر
د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د اشیا موسسې په همکارۍ ۱۰۰ تنو ته حرفوي زده کړې ورکړل شوې.
د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي فریدالله له باختر آژانس سره په خبرو کې وویل، چې د بهسودو ولسوالۍ په درې کلیو کې سل تنو ته په خیاطۍ، نجارۍ او خامک برخو کې حرفوي زده کړې ورکړل شوې، ترڅو له همدې لارې خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پیدا کړي.
د یادونې وړ ده، چې دغه کسانو ته د اشیا موسسې له لوري د خپلې برخې اړوند وسایل هم ورکړل شول.
ص