خبرونه

ذبیح الله مجاهد په بلخ کې د تاریخي آبدو د بیا رغونې ډاډ ورکړ

کابل / د وري ۱۲ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد او ور سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، پر نشراتو د څار مسوول مولوي حماد او د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړي مولوي عزام، چې د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ذبیح الله نوراني، د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني رئیس صالح محمد خلیق او د یاد ریاست د اطلاعاتو آمر، عطامحمد ساهو یې ملتیا کوله، دنُه‌ګنبد تاریخي جومات، عیارانو برج، د بلخ لرغوني ښار تاریخي دېوالونه، د احمدالخضرویه او د هغه د مېرمنې بلخي فاطمې مقبرې، د خواجه ابو نصر پارسا جامع جومات، د بلخ بالاحصار کلا، شیث علیه السّلام ته منسوبې مقبرې، د مولانا جلال الدین محمد بلخي د پلار سلطان العلماء بهاء الدین ولد مدرسې او د عکاشه صحابي‌”رض”مقبره وکتې او د یادو تاریخي سیمو پر بیا رغونه او عایداتي کولو وغږېد.
د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې قدم په قدم لرغوني آثار او آبدې ترسترګو کېږي؛ خو زیات شمېر یې بیا رغونې ته اړتیا لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولین وايي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو سره یې د تاریخي آثارو او آبدو بیا رغونې ته پاملرنه ډېره کړې او دغه بهیر دوام لري.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته