
کابل، د مرغومې ١٤مه، باختر
د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار اتمې ناحيې اړوند لاجګړ کلي کې د برښنا نوې جوړه شوې توزيعي شبکه پرانیستل شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه شبکې د پرانيستلو په مراسمو کې د ننګرهار د برېښنا رئيس مولوي جان محمد انقلابي وویل، چې د برېښنا رسونې دا پروژه د لاجګړ کلي د اوسېدونکو په مالي لګښت بشپړه شوې، چې په فعالېدو سره يې د یاد کلي ٢١٠ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې.
د نوموړي په وینا د برېښنا دغه شبکه د kvA 630 په مجموعي ظرفيت دوه پايې kvA 315 ترانسفرمرونه لري، چې د دغه کورنيو سربېره ٢١٠ نورو کورنيو ته هم برېښنا ورکولای شي.
بدلون، لمر