ورزش

دهيواد د ووشو ملي ټيم دريم مقام وګاټه

کابل باختردسلواغې  پنځه ويشتمه :
دافغانستان د ووشو  ملي ټيم داسيا دلويديځ  په سياليو کې دديارلسو مډالونو په ترلاسه کولو سره  پرون هيواد ته راستون شو .
باختراژانس دالمپيک دملي کميټې  دخپرونو دفتر له خولې خبر راکړ ، دهيواد دووشو  ملي ټيم چې  دايران په زاهدان کې داسيا دلويديځ په سياليو کې ګډون  کړي و  په دې بريالي شول چې دازبکستان ، ترکمنستان ، قزاقستان ،  سوريې ، عراق ، پاکستان ، يمن او دلبنان  دهيوادونو ترمنځ له ټيمي پلوه  دريم مقام وګټي .
په دغوسياليو کې  په شپيتو  کيلوګرامه وزن کې خالد هوټک  خپلو سيالانو ته په ماتې  ورکولو سره لومړى مقام وګاټه  او ددغوسياليو دسرو زرو مډال يې دهيواد په  نامه ثبت کړ .
په دغوسياليو کې نصرت الله حبيبي  ، شاه زمان  نورزايي ، محمد سليم او عبدالمالک نور زايي وکولاى شول خپلو سيالانو ته ماتې ورکړي او دسپينو زرو مډالونه ترلاسه کړي .
دهيواد دووشو دوو تنو نورو  ورزشکارانو محفوظ وفا او فواد غلجاي  دژيړو مډالونه وګټل .
  دغه راز دتالو په څانګه کې  افغان ورزشکارانو امير مرادي ، حسين غفوري  او محمد بشيري  دسپينو زرو دوه مډالونه او دبرونزو درې  مډالونه وګټل .
په همدې ترتيب  افغانستان دسرو زرو ديو ه مډال ، دسپينو زرو داوو مډالونو  او دژيړو دپنځو مډالونو په ګټلو سره له ايران او ازبکستان  وروسته په دغوسياليو کې  دلسو برخه والو هيوادونو ترمنځ دريم مقام وګاټه .
په دغوسياليو کې ايراني ورزشکارانو دسرو زرو دديارلسو مډالونو دسپينو زرو دڅلورو مډالونو او دبرونزو ددوو مډالونو په ګټلو  سره  لومړي مقام او دازبکستان  ورزشکارانو دسروزورو د دو مډالونو او دسپينو زرو دلسو مډالونو او دبرونز د دوو مډالونو په ترلاسه کولو سره دويم مقام وګاټه .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته