
کابل، مرغومې ۱۴مه، باختر
د ننګرهار د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په نازیانو او چپرهار ولسوالیو کې ۲ تنه د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.
د ننګرهار د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولینو باختر آژانس ته وویل، چې امنیتي ځواکونو په نازيانو ولسوالۍ کې له يوه کس سره په ډاټسن موټر کې ۲۴۰ کیلو ګرامه چرس او د چپرهار ولسوالۍ اړوند دولتزيو فاميليو سیمه کې یو کس له ۱۹۰۰ تابليټ کا سره نیولی دی.
لمر