امنیت

درې تنه وسله وال طالبان په سرپل کې ووژل شول

  سرپل/ باختر دزمري دمياشتې ٢٦ :
درې تنه وسله وال طالبان پرون د سرپل ولايت په صياد ولسوالۍ کې ووژل شول.
د  ٢٠٩ شاهين قول اردو د مطبوعاتو آمريت مرستيال جګړن نصرت الله جمشيدي باختر آژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي دصياد ولسوالۍ د ميرزا اولنګ په ساحه کې  له افغان پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول .
جمشيدي زياته کړه: دغه راز په دې جګړه کې پنځه تنه نورطالبان ټپيان شول.
ده وويل چې په ميرزا اولنګ ساحه کې دښمنانو د ځپلو په خاطر د افغان پوځيانو عمليات دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته