_ لښکرګاه باختر دچنګاښ دمياشتې ٣١ :
د امريکا د دفاع وزارت وايي چې په هلمند ولايت کې د امريکا د هوايي ځواکونو په يو بريدکې چې په تير وتنې سره ترسره شو، يوشمېر افغان ځواکونه وژل شوي دي.
دغه هوايي بريد د جمعې په ورځ په ګرشک ولسوالۍ کې ترسره شو.
د باختر آژانس دخبرله مخې: د امريکا اردو د دغه بريد له امله خواشيني څرګنده کړې ده او ويلي يې دي چې دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې امريکايي ځواکونو د ګرشک په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو ملاتړ کاوه.
د امريکا د دفاع وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې د زيانمنو شويوکورنيو ته د خپلې ژورې خواشينۍ مراتب څرګندوي .
د هلمند والي حيات الله حيات دغه پيښه کړې او ويلي يې دي چې د وژل شويوکسانو دقيق شمېر روښانه نه دى .
د هلمند د والي وياند وويل: په هغې سيمې چې هوايي بريد شوى، ښايي شل تنه پوليسان موجود وو.
ده زياته کړه چې د هلمند د سيمه ييزې ادارې يو هيئت په دې باب تحقيق کوي چې وروسته به د تلفاتو دقيق شمېر معلوم شي .
0 1 دقیقه لوستل