
کابل، د لېندۍ ۲۰مه، باختر
د ننګرهار امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې یو تن له ۳۰ کیلو ګرامه چرسو سره یو ځای نیولی دی.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې یې یو تن له ۳۰ کیلو ګرامه چرسو سره یوځای نیولی دی.
د سرچینې په خبره، نیول شوی کس تر څېړنو لاندې دی، چې وروسته به یې دوسیه عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
ص