
کابل، د لېندۍ ۲۱مه، باختر
د ننګرهار امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د استخباراتو ریاست ځواکونو له لوري د خواجو پر یوه پټنځای عملیات ترسره کړي، چې په کې ۳ خوارج وژل شوي دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه عملیات د جلال آباد ښار په څلورمه ناحیه کې د خوارجو پر یوه پټنځای ترسره شوي، چې په کې ۳ خوارج وژل شوي دي.
په یادو عملیاتو کې یو میل کلاشینکوپ، یو میل اېم ۱۶، ماینونه او بارود هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د یادونې وړ ده، چې په دغه عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
لمر