سیاست

جمهوررئیس غني: غزني به د لومړۍ درجې ولایت امتیازات ترلاسه او د ښار امنیتي حوزې به یې زیاتې شي

کابل باختر د زمري د مياشتې٢٧نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئیس  محمد اشرف غني غزني ولايت ته د خپل سفر پر مهال د غزني عمومي وضعیت وارزولو، په اداري او امنیتي غونډو کې د ګډون او امنیتي راپورونو د اورېدو ترڅنګ یې د دې ولایت له مشرانو او متنفذینو سره هم وکتل.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې د غزني په جامع جومات کې وشوه په پیل کې د هېواد جمهوررئیس د قران عظيم الشان د ختم په هغو مراسمو کې چې د دې ولایت د وروستیو پېښو د شهیدانو روح ته د دعا په خاطر جوړ شوي وو، ګډون وکړ، شهیدانو ته یې د فردوس جنت او وارثانو ته يې د جمیل صبر هیله وکړه.
وروسته د غزني والي وحیدالله کلیمزي، مولوي حکیم الله، شاه‏ محمد امیري، عبدالمالک حبیبي، معلم عبدالرزاق او عبدالرحمن حکیمي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او غزني ته یې د هېواد د جمهوررئیس او ورسره پلاوي له سفر څخه د مننې ترڅنګ د غزني پېښې د هراړخيزې ارزونې او د مکافاتو او مجازاتو د تطبیق غوښتونکي شول.
دوی دغه راز د څښلو د اوبو، کرنې، پوهنې او ښاري ماسټر پلان په برخو کې خپلې سیمه ییزې ستونزې بیان کړې او څرګنده یې کړه، سره له دې چې غزني لومړی درجه ولایت دی، خو د لومړۍ درجې ولایت له امتیازاتو څخه بې برخې دي او باید په دې برخه کې ورته جدي پاملرنه وشي.
دغه راز د غزني والي وحیدالله کلیمزي ډاډ ورکړ: موږ په ټولو امکاناتو سره د غزني ښار او خلکو څخه دفاع کوو.
ورپسې د اجرائیه رئیس لومړي مرستیال انجنیر محمدخان خبرې وکړې ویې ویل غزني تاریخي ښار دی چې ټول قومونه په کې په سوله‎ ییزه فضا کې ژوند کوي.
هغه زیاته کړه: د غزني وروستۍ پېښه یوه توطیه وه او باید وارزول شي او له هغو کسانو چې لټې او خیانت یې کړی، تحقیقات ترسره او مجازات شي.
جمهوررئیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته د غزني ولایت له خلکو د قدردانۍ ترڅنګ، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین او د ملي امنیت لوی ریاست معین ته لارښوونه وکړه، د غزني وروستۍ پيښه دې په هر اړخیز ډول وارزوي او هغه کسان چې مېړانه او سرښندنې یې کړي تقدیر کړي، ځکه دوی د خلکو ویاړ دی چې د غزني له ښاره یې دفاع کړې ده.
جمهوررئیس د غوڅ ملاتړ ماموریت له همکارۍ هم مننه وکړه وې ویل، ۷۵۰۰ ټنه غنم چمتو شوي او د غزني ښار هرې کورنۍ ته به دا غنم ووېشل شي، دغه راز د دې ولایت د اداري ودانیو، تاریخي ځایونو او جوماتونو د بیا رغاونې لپاره۲۰ میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي.
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه: د غزني هغو لرغونو اثارو چې زیان لېدلی دی فوراً ترمیمېږي او د غزني بالاحصار چې تاریخي قدامت لري بیا رغاول کېږي، دغه راز د شهیدانو له کورنیو او ټپیانو سره ځانګړې مرسته کېږي.
جمهوررئیس محمد اشرف غني د غزني له هغو ډاکټرانو او قابلو څخه چې له ځانه یې قهرماني ښودلې او د غزنې د وروستۍ پېښې پر مهال د خلکو ترڅنګ پاتي وو مننه وکړه وې ویل، دې ولایت ته به د ښځو یو پلاوی راشي، ترڅو هغه ستونزې چې ښځو او قابلو ته متوجې دي وارزوي.
هغه زیاته کړه: د دې ولایت روغتون د یوې دولتي تصدۍ له لورې جوړېږي، ترڅو د غزني ښاریان د درملنې لپاره نورو ولایتونو ته ولاړ نه شي.
جمهوررئیس د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکوانو د شهیدانو روح ته د دعا ترڅنګ وویل، دا ځواکونه د خدای، وطن او دندې د شعار پر بنسټ سرښندنې کوي او هغوی چې خپل ځانونه قربانوي د شهادت لوړ مقام ګټي.
هغه زیاته کړه: زموږ امنیتي ځواکونه د مدیریت، مېړانې او جرئت لرونکي دي.
جمهوررئیس وویل، د دولت په استازیتوب د غزني له خلکو مننه کوم او د دې ولایت سترو خلکو ته د درناوي په پار خپل سر ټیټوم. هغه زیاته کړه، یو پلاوی به دې ولایت ته راواستول شي چې د وروستۍ پېښې ټول ابعاد وارزوي.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، خاینان قوم نه لري او وینه تویونکي دي او باید مجازات شي. هغه د سیمه‎ییزه ارګانونو ادارې ته لارښوونه وکړه چې غزني ته دې د لومړۍ درجې ولایت ټول امکانات برابر کړي او د کورنیو چارو وزارت ته یې دستور ورکړ چې په غزني ښار کې لا زیاتې امنیتي حوزې جوړې کړي.
د هېواد جمهوررئیس دغه راز وویل، تعقیبي پلاوی به غزني ته راشي چې د برېښنا، اوبو، مخابراتو، کرنې، ښځو چارو او امنیت په برخو کې به ټولې ستونزې او اړتیاوې په هراړخیز ډول وارزوي، دغه راز به د غزني ولایت پر ولسوالیو له تصفیې وروسته لا زیات تمرکز وشي او باید د دې ولایت هیڅ یوه ولسوالۍ د سرپرست لخوا اداره نه شي. #
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته