ټولنه

په يوه ترافيکي پيښه کې نهه تنه ووژل شول

-کابل باختر دلړم  اوولسمه :
د هرات  _ ادرسکن په لويه لاره کې د يوې ترافيکي پيښې له امله نهه تنه ووژل شول.
دغه پيښه پرون د هرات- ادرسکن په لويه لاره کې له يوه باروړونکي موټر سره د يوه سرويس موټر د ټکر له امله رامنځته شوه.
په دې پيښه کې يوسړى هم ټپى شوى دى .
د هرات د مرکزي روغتون مسوولين وايي چې په دې پيښه کې دوه ښځې او اووه تنه نارينه وژل شوي دي .
دا په داسې حال کې ده چې يوه اوونۍ مخکې هم د ادرسکن  فرصي په واټ کې په يوه بله ترافيکي  پيښه کې اته تنه ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته