
کابل، د لېندۍ ۲۸مه، باختر
د ننګرهار د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې یې د ۴۰۰ نویو ښوونکو په ګمارنې سره په دغه ولایت کې د ښوونکو د کمښټ ستونزه ۹۰ سلنه حل شوې ده.
د ننګرهار د پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني د باختر آژانس خبريال سره د يوې مرکې په ترڅ کې وويل، چې په دغه ولایت کې د ښوونکو ۴۰۰ بستونو په ګمارنې سره د ښوونکو د کمښت ستونزه ۹۰ سلنه حل شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې اوسمهال په ننګرهار کې ۹۰۵ بابه مکتبونه فعال دي، چې له دې ډلې ۲۶۸ لېسې، ۱۶۰ متوسطې او پاتې يې لومړني ښوونځي دي، چې د نجونو او هلکانو په ګډون په کې څه باندې ۸۰۰ زره زده کوونکي زده کړې کوي، چې د شاوخوا ۲۱ زره ښوونکو له خوا ورته زده کړې ورکول کېږي.
نوموړي وويل، چې د دې ترڅنګ ۸۴ رسمي مدرسې هم د معارف په چوکاټ کې شتون لري، چې ټولې تدريسي چارې او مالي امکانات ورته د پوهنې وزارت له خوا برابرېږي.
د پوهنې رئيس دغه راز وویل، چې اوسمهال د کتابونو د کمښت ستونزه هم يو څه حل شوې، خو تر دې دمه ۱۴۸ ښوونځي سرپناه او ۳۵۰ ښوونځي د احاطې دېوالونه نه لري او شاوخوا ۲۲۱ ښوونځي د پاکو اوبو له کموالي سره مخ دي.
د مرکې په پای کې مفتي حبيب حضرت حقاني له ټولو ننګرهاريانو څخه غوښتنه وکړه، چې د خپل هېواد د ودانولو او راتلونکو نسلونو لپاره د ښه خدمت په موخه خپل اولادونه مکتبونو او مدرسو ته ولېږي.
لمر