امنیت

لغمان ته د لوی درستیز سفر

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې ١٣ مه
لوی درستیز د راتلوونکي کال دامنیتي پلانونو د څېړنې په موخه لغمان ته سفر وکړ.
د افغانستان د وسله وال پوځ لوی درستیز  ستر جنرال قدم شاه شهیم په داسې حال کې چې د پولیسو عمومي رئیس لوی پاسوال محمد سالم احساس او د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو لوړ پوړو مسولینو یې هم ملتیا کوله د لغمان ولایت د امنیتي وضعیت، د راتلونکي کال د امنیتي پلانونو او د ولایت مقام د هغو وړاندیزونو  د څیړلو او ارزولو په موخه دې ولایت ته سفر کړی و چې څه موده وړاندې د ولایت له هر اړخیزې ارزونې وروسته د لغمان والي عبدالجبار نعیمي له لوري د یادو وزارتونو له مشرتابه وو او په ځانګړې توګه د افغانستان د ملي امنیت شورا او د کابینې په مجلس کې  ولسمشر ته وړاندې شوي ول.
په دغو وړاندیزونو کې چې د امنیتي ارګانونو اکمال او تجهیز، په مهمو او ستراتیژیکو ځایونو کې د نویو پوستو ایجاد، د کابل جلال اباد د لوی لارې د امنیت، په یو شمېر سیمو کې د محلي پولیسو د تشکیل د زیاتوالي او د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو او په ځینو نورو اړونده برخو کې مهم مسایل شامل و د لغمان والي له لوري وړاندې شوي و چې نن یې یو ځل بیا د دغو وړاندیزونو د تحقق په برخه کې د افغانستان له لوی درستیز سره د خبرو پر مهال ټینګار وکړ.
د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د خپلې وینا پر مهال زیاته کړه که چیرې شویو وړاندیزونو ته په خپل وخت اساسي پاملرنه وشي نو  راتلونکي کال کې به تر ډېره د امنیتي ننګونو مخه نیول شوي وي.  نعیمي له راغلي لوړ پوړي پلاوي څخه په کلکه وغوښتل تر څو د دښمن د ناوړه تبلیغاتو د مخنیوي په برخه کې چې عامه ذهنونه خرابوي او تنکي ځوانان جنګ او وینې توئیدو هڅوي جدي ګامونه پورته کړي.
همدارنګه  د ۲۰۱ سیلاب قول اردو  قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزیري او د لومړۍ پلې لوا قوماندان برید جنرال نور الله قادري هم په دغه لیدنه کې د خپلو ویناوو پر مهال د افغان امنیتي ځواکونو په استازولئ راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ په لغمان ولایت کې د ولایت مقام تر رهبرۍ لاندې د رامنځته شوې قوي هماهنګۍ او د هېواد د ملي نوامیسو او خاورې د د فاع په لاره کې د هر راز سرښندنې او قربانۍ لپاره د چمتو والي ډاډ څرګند کړ.
وروسته د افغانستان لوی درستیز شهیم د خپلې وینا پر مهال په لغمان کې د افغان امنیتي ځواکونو د قربانیو او سرښندنو د ستاینې تر څنګ د لغمان د ملکي او نظامي ادارو تر منځ رامنځته شوې همغږي وستایله او دا یې د ولس او دولت تر منځ د واټن په له منځه وړلو کې یو اغیزمن ګام وباله او  ډاډ یې ور کړ چې د دې ولایت شویو وړاندیزونو ته به جدي پاملرنه وکړي.
دغه راز د دغې کتنې په پای کې د ټولو امنیتي ځواکونو په استازولى په یو شمېر  هغو افسرانو او سرتېرو ستاینلیکونه او ډالۍ هم وویشل شوې چې د دوښمن پر وړاندې یې وړتیا ښودلې وه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته