خبرونهټولنه

په ننګرها کې د سبو د کرکېلې له کبله د کروندګرو اقتصادي وضعیت ښه شوی دی

کابل، د لړم ۲۸مه، باختر

د ننګرهار د کانال ریاست چارواکي وایي، چې د یاد کانال په ډېره ځمکه سابه کرل شوي، چې ورسره د دې کانال اړوند د بزګرانو اقتصادي ودې زمینه برابره شوې ده.

د چارواکو په خبره په دې سره د بزګرانو د اقتصادي وضعیت تر څنګ د پلازمېنې کابل په ګډون د یو شمېر ولایتونو د سبو اړتیاوې هم پوره کېږي.

اوس د ننګرهارکانال په څلورګونو فارمونو کې د مالټې او خرماوو بڼونو ترڅنګ د غنمو، جوارو، شولو، او نورو کښتونو کروندې او دغه راز سابه هم کرل شوي، چې له برکته يې له یوې خوا د سبو په برخه کې د ننګرهاریانواړتیاوې کمې شوي او له بله پلوه بیا ورسره د کروندګرو اقتصاد هم ډېره وده کړې ده.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا