سیاست

د مشرانو جرګې رییس د ایران د بهرنیو چارو وزارت د پارلماني او قنسلي چارو له مرستیال سره وکتل

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٩مه 
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلم یار نن د خپل کار په دفترکې د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د پارلماني او قنسلي چارو له مرستیال او ورسره پلاوي سره وکتل.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د پارلماني او قنسلي چارو مرستیال صادق حسین جابري انصاري د یاد هېواد د اسلامي شورا د مجلس د ريیس رسمي بلنه د مشرانوجرګې رییس ته وړاندې او د خپل سفرموخه یې د افغانستان خلکو لپاره د ویزو په ورکړه کې زیاتوالی او په بېلا بېلو برخو کې د اړیکو د پیاوړتیا په موخه یاده کړه.
ښاغلي انصاري زیاته کړه: د دې لپاره چې ایران ته د افغانانو د غیرقانوني کډوالۍ کچه راټيټه شي، پرېکړه مو کړې چې افغانانو لپاره د ویزو په وېش کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړو.
د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وویل دا چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د محکومینو د انتقال هوکړه لیک لاسلیک شوی او په شته قوانینوکې اصلاحات هم په پام کې نیول شوي چې له دې  سره به پر افغان محکومینو د اعدام سزا لمنځه لاړه شي او هیله یې څرګنده کړه چې د ایراني محکومینو سره چې د خپل بند موده په افغانستان کې تېروي، هم ورته چلند وشي.
ښاغلي جابري انصاري د خپل هېواد سیاست د افغان دولت په مشرۍ او مالکیت د سولې ټینګښت یاد کړ او د پارلماني اړیکو پياوړتیا او پراخوالی یې د دوو هم فرهنګه دولتونو او ملتونو په نږدې والي او همکارۍ کې ارزښتناک ګام وګاڼه او د دواړو هېوادونو د پارلماني پلاویو د لا زیاتو لیدو کتو غوښتونکی شو.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلم یار د ایران اسلامي جمهوریت پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو سربیره، یاد هېواد کې د افغاني محکومینو لپاره د اسانتیاو، او دویزو د ویش په برخه کې د افغان وګړو لپاره د سهولتونو د رامنځته کېدو څخه هرکلی وکړ او ویې ویل چې په یوه مناسب فرصت کې به د ایران اسلامي جمهوریت دولتي لوړ پوړو چارواکو سره د لیدنو په موخه یاد هېواد ته سفر وکړي.
دمشرانوجرګې رییس دموجوده کړکیچونو دحل او په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو په موخه د اسلامي هېوادونو یووالی اړین وباله او زیاته یې کړه چې اسلامي او ګاونډي هېوادونه نباید دیوبل په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي بلکې د ښې همکارۍ په رامنځته کېدو سره دې هڅې وکړي ترڅو دشته ستونزو په اوارولو سره په ښه توګه د سیمې پرمختګ ته لاسرسی پیداشي.
فضل هادي مسلم یار څرګنده کړه چې د افغانستان خلک د دوامداره او تپل شویو جګړو ستړي شوي او دجګړې دپای لپاره د افغانستان په قضیه کې د ښکیلو هېوادونو او په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو رښتینو همکاریو ته اړ دي.
پای –ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته