سیاست

تبصره

کابل باختر دمرغومى يو ويشتمه :
دفرانسې  په پاريس ښار کې وروستۍ  تروريستي پيښې  ددې څرګندوى دى چې افراطيت اوبنسټ پالنه دنړۍ دسياسي جغرافيا په يوه ټاکلي سيمه کې نه پاتې  کيږي بلکې دايوه ټاکلې پراخه پديده ده چې بايد هغه جدي وبولو .
  دباختراژانس مبصر ليکي : په دې وروستيو وختو کې  دفرانسې  دپاريس ښار دڅو تروريستي پيښو په شتون کې  په يوه وحشت ځپلي  او جنګي ښارګوټي بدل شوى دى  اوګډوډۍ  او انديښنې له هغه وروسته  په پاريس ښار او د هغه په اوسيدونکو سيورى وغوړاوه چې  دشارلي ابدو په نامه ديوې طنزي مجلې په يوه دفتر ددريو تنو يرغلګرو له خوا بريد وشو .
په دې بريد کې دمجلې داتو تنو کارکوونکو او ددوو تنو پوليسانو په ګډون دولس تنه ووژل شول .
له دغې پيښې وروسته  پاريس  دڅو نورو پيښو  ډگر و . په پاى کې دغوټې سر پيدا شوه  او ددغه جنايت  عاملين  درې تنه  الجزايري تباره  فرانسوي اتباع  وپيژندل شول .
  هغه څه چې  دغو دريو تنو فرانسوي اتباعو ترسره کړل  دافغانستان دخلکو په ګډون داسلامي نړۍ  دانديښنې او خپګان  سبب شول . هغه خلک چې له تروريزم او افراطيت څخه  زيات ځوريدلي دي  او زياتې قرباني يې  زغملي دي .  دخبرو وړ ټکى داده هغه درې تنه تروريستان چې دپاريس امنيت يې  ګډوډ کړ ځان  دالقاعده  دتروريستي سازمان خدمتګاران معرفي کړل او خپل  کړه وړه يې ددغه سازمان  د افراطي مفکورو زيږنده وبلل .
القاعده  له دغو افراطي  جريانونو څخه پيدا شوى سازمان دى  چې پيدايښت او وده يې  له پاکستان سره  پيوند لري .  دغه سازمان  دجوړيدو له وخت څخه  تراوسه پورې دسلګونو تنو انسانانو  دوژنې عامل دى . هغه انسانان چې لوړې مفکورې  او نظريې لري او کاذبو اوجوړو شويو  مفکوروته  تسليم نه شول .  بلکې ذلت او خواري يې  چې دالقاعده او يا دنورو افراطي سازمانونو له خوا پردوى  وټپل شول ، غوره وبلل .
دهغو قربانيانو ترمنځ  چې دالقاعده دلوړتيا غوښتوونکو مفکورو قرباني شول زيات شمير يې  مسلمانان دي .  که چيرې دالقاعده  دپيداکيدو سابقې  او تير وخت ته  دقيق شو يو وخت  دغه تروريستي سازمان  دنړۍ په ځينو سيمو کې  همفکرۍ  اوهمغږۍ موجوده وه ځکه زيات شميرهيوادونه و  چې دالقاعده له شتون څخه يې  خپلو ټاکلو هدفونو ته  درسيدو او له مخالفو جريانونوسره  دمقابلې لپاره  په ظريفانه ډول استفاده وکړه  خو هغه وخت راورسيد چې دغه سازمان له کنتروله ووت  او  له انسانيت اوبشريت سره يې  ددښمنۍ لاره  غوره کړه .
  سره له دې چې  کيداى شول  په لومړۍ سر کې په يوسنجول شوى  حرکت  او په نړيواله همغږۍ سره  القاعده  کنترول  شي  خو هغه پروګرامونه چې  له اسلام څخه دويرې  دترويج لپاره  دنړۍ په بيلابيلو سيمو کې  برابر شوي و ،  ورځ په ورځ  زياتيدونکي حرکت او دالقاعده  په ناوړه چلند  سترګې پټې شوې . او داکار ددې سبب شو  چې  نور افراطي جريانونه  دالقاعده  دکړنو پربنسټ  رامنځته شي . طالبان په افغانستان او پاکستان کې  ، بوکوحرام په نايجريا کې ، الشباب په سوماليا کې او اوس  داعش په عراق اوسوريه کې  دخطرناکو افراطي جريانونو په توګه  پيدا شوي دي  اوله مسلمانانو  او له غير مسلمانانو څخه قرباني اخلي .
که چيرې  ددغو سازمانونو کړنواومفکورو ته دقت وکړو دا ټول  مصنوعي جريانونه دي  چې داسلام څخه دويرې  درواجولو لپاره پيدا شوي دي  چې داسلام ضدجبهه پياوړي شي .
ددغې ډلې کړنې ښيي  چې  دوى  مخکې له دې چې داسلام لپاره  ګټورې وي  داسلام پرضد  ودريدل  او زيات  اسلام دښمنه و .
  دالقاعده په جګړه کې  چې تاريخچه يې  نږدې دوه لسيزې  احتوا کوي  او د داعش کړه وړه  په نسبي ډول  په لڼده موده کې ، مسلمانانو ګټه  ترلاسه نه کړه بلکې  ددوى  دناوړو فعاليتونو په شتون کې  بې وزلۍ  ، وزګارتيا او بيرته پاتې والي  داسلامي ټولنو په برخه شول  او له دغه حالت څخه زياتره  هغو ټولنو چې  دمسلمانانو په نسبت يې  دسيالۍ  په نظر سره  کتل ، ګټه ترلاسه کړه .
  داسې خبرې  شتون لري  چې په اسلام کې  مذهبي جريانونه  په يو ډول نه يو ډول  په نورو اديانو او داسلام له دايرې څخه بهر کړى کې له افراطي جريانونوڅخه پيوند لري چې ددې څرګندوى دي  چې افراطيت  په يو دين اومذهب کې نه خلاصه کيږي .  افراطيت  دټولو اديانو مذهبونو ، قومونو او مليتونوکې  شتون لري  او دپراختيا په حال کې دى  چې نښې نښانې يې  په ټوله نړۍ کې  تر سترګو کيږي .چې بايد په وړاندې يې  ودريږي . او دڅو تنو لنډه غرو او خپل سرو کسانو  کړه وړه  چې  دخپل ځان  او هويت په باب  تعريف نه لري بايد  مسلمانانو ته نسبت ورنه کړى شي .  او دهغوى دناوړو کړنو په وړاندې  لاپسې  فعال شو او تروريزم په اسلام پورې اړوند ونه بولو په داسې حال کې چې  اسلام  دزغم ، فرهنګ ، پوهې ، مشورې ، سولې  او دخير دين دى . او دا  لازمه نه ده چې په  احساساتي  ډول  دمسلمانانو په جوماتونو اومقدسه اماکنوبريد وکړو، ښه به وي چې دافراطيت جرړې په ټولو اديانواوملتونوکې ولټوو  اوبايد  دبيان ، عقيدې  او افکارو اويا  دتمدن او دموکراسۍ دازادۍ په شتون کې  اجازه ورنه کړو چې دکارتون ، طنز او نورو له لارې  دنورو اديانو په مقدساتو بريد ونه کړي . او دنورو له ولولو سره  لوبې ونه کړو.  بايد  له افراطي  مفکورو څخه  دوتلو لاره  ولټول شي  چې دانسان سوله ئيز ژوند  او د اديانو دپيروانو ترمنځ  ښې اړيکې  تضمين شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته