امنیت

پنځه تنه يرغلګر ووژل شول

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢ :
ديارلسو تنو وسله والو تروريستانو ته دظفر قول اردو د لومړۍ لوا ځواکونو په عملياتو کې مرګ  ژوبله  واوښته  .
ددفاعي ځواکونو ګډ چاڼيز عمليات د ٢٠٧ ظفر قول اردو  دلومړۍ لوا قوماندان  بريد جنرال  زيارت شاه عابد په مشرۍ دغورولايت  دپسابند ولسوالۍ دکاګري په کليو کې  او دهرات ولايت دشينډنډ  ولسوالۍ  دسراى سرخک  په کلي کې پيل شول  چې له امله يې  ددښمن بريد په شا وتمبول شو  او دجګړې په بهيرکې دظفر قول اردو  دلومړۍ لوا پرسونل دځپنده ګوزارونو له امله  پنځه تنه دښمنان ووژل شول  او اته تنه نور ټپيان شول .
دغه عمليات  دياغيانو له شتون څخه ددغو سيمودپاکولو  اودسيمې   او خلکو دلاښه امنيت دتامينولو  په موخه پيل شوي  او دوام لري .
په همدې حال کې شپږ ماينونه  دغور ولايت په پسابند ولسوالې کې دظفر قول اردو  دلومړۍ لوا دماين پاکولو دټولي دمنسوبينو له خواکشف  اوشنډکړاى شول  او دغه راز  دوه ماينونه دهرات ولايت  دشينډنډ ولسوالۍ دجبرآباد اوګردنه پيچ په سيمه کې  د  ٢٠٧ ظفر قول اردو  ددوريم  کنډک  دپرسونل له خوا شنډکړاى شول .،

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته