اقتصاد

پنځه اړخيز پروتوکول لاسليک شو

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٦
د چين، قرغزستان، تاجکستان، افغانستان او ايران ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د غځولو په اړوند پرون د دغو هيوادونو د استازو په ګډون د تاجکستان په دوشنبه ښارکې يوه غونډه جوړه شوه.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه تګلورى د چين له کاشغر، قرغزستان له ايرکيشتيم، سارتياش، قرميق وحدت،قرغان تيپې، کاخوذ آباد او پنج پايان له سيمو او په افغانستان کې له شيرخان بندر، کندزښار، خلم، نايب آباد د مزارشريف ښار، آقچې ، شبرغان، ميمنې، بادغيس او هرات او په ايران کې د چاى سرخ، خواف او سمنګانو له ساحو څخه تيريږي.
د دغې پټلۍ اوږدوالى به څه ناڅه ٢١٠٠ کيلو متره وي او د افغانستان په خاوره کې به ١١٤٨ کيلومتره احتوا کړي.
د افغانستان په خاوره کې د دغې پټلۍ د نږدې ٣١٤ کيلومترو په اوږدوالي تخنيکي او اقتصادي مطالعات تر څيړنې لاندې دي چې د ٢٠١٥ ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتوکې به بشپړ شي.
په تخنيکي برخه کې طرحه شوه چې د هر هيواد په قلمروکې احتمالي اساسي تګلورى ټاکل شوى دى.
د هر هيواد په قلمروکې فني او اقتصادي مطالعات بايد د ٢٠١٦ ميلادي کال د اپريل تر مياشتې پورې بشپړشي.
اړونده لوري دې بايد د مربوطو چارو د همغږۍ لپاره دريمې کاري ډلې وټاکي.
د تاجکستان جمهوريت به د دغو مواردو د اجراکولو لپاره همکاري وکړي.
دکاري ډلې بله غونډه به د ٢٠١٥ ميلادي کال په لومړى نيمايي کې په بشکيک کې جوړه شي او بله غونډه به د وزيرانو په کچه په تهران کې جوړه شي او د پروژې د تطبيق د مالي موضوعګانو په باب خبرې وشي.
د دغې غونډې په پاى کې د دغو هيوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د غځولو په باب پنځه اړخيز پروتوکول هم لاسليک شو  او د برخه والو هيوادونو هيتونو د دغې پټلۍ د غځولو لپاره د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته