سیاست

بارک اوباما په پنجوايۍ کې دملګي وګړو دوژل کيدو له امله خواشينۍ څرګنده کړه .

کابل باختر د کب  دوه ويشتمه

  بارک اوباما :  د بي ګناه افغان ماشومانو وژل کيدل دامريکايي ماشومانو دوژل کيدو په  شان دي .

 دامريکا دمتحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما تيره شپه دافغانستان داسلامي جمهوريت له جمهور رييس حامدکرزي سره دتيلفوني اړيکو په ترڅ کې دامريکايې ځواکونو له خوا دکندهار ولايت دپنجوايۍ ولسوالۍ  په زنګ اباد سيمه کې  دشپاړسو تنو ملګي وګړو دوژل کيدو او دپنځو تنو نورو دټپي کيدو له امله  دخپلي ژورۍ خواشينۍ اوخپګان مراتب څرګند کړل .

 دامريکا جمهور رييس دغه پيښه  زړه بوږ نوونکي او تکان ورکوونکي وبلله اوپه دې پيښه کې دافغان ماشومانو وژل کيدل يې دامريکايې  ماشومانو دوژل کيدو په شان وبلل .

 بارک اوباما په  دغو تيلفوني اړيکو کې په دې ترڅ کې چې  دخپلي خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب  ددغې پيښې دقربانيانو کورنيو او پاتي کسانو ته څرګندکړل ډاډ يې ورکړ چې دغه موضوع په جدي توګه  تعقيبوي او  په دې اړوند به عدالت تامين کړي .

 دهيواد جمهور رييس حامدکرزي په دغو تيلفوني اړيکوکې  دغه پيښه دافغانستان په بي وزلواوبي ګناه خلکو ستر ظلم اووحشت  وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته